د ناټو سرمشریې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۵ دقیقيي ناسته کړې او په یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بایډن او اردوغان د خبرو جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، ځکه ناسته کې یې یوازې ژباړونکو برخه درلوده.
خو له ناستې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان ویلي، چې له بایډن سره یې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
د دوی خبرې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکیې پر رول راڅرخېدې.
له ناستې وروسته د ترکیې ولسمشر ویلي، له بایډن سره یې خبرې صادقانه، ګټورې، رغنده وې او پردې راڅرخېدې، چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسوولیت تُرک ځواکونو ته سپارل کېږي.
ښاغلي اردوغان د افغانستان ثبات ته د طالبانو د ګواښ دوام تایید ویلي، ترکیه له دې ډلې سره خبرې کولی شي.
هغه و ویل«که ترکیه ونه غواړي چې له افغانستانه و وځي او که د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري دیپلوماتیک، لوژیستیکي او مالي ملاتړ وي، دا به زموږ لپاره ډېر مهم وي.موږ له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکولی شو.»
د یادونې ده، چې له اردوغان سره تر کتنې وروسته ولسمشر بایدن هم د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه و ویل خو له اردوغان سره یې د خپلو خبرو جزیات په ډاګه نه کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل