۰
د ناټو د سرمشریزې پرېکړه:

د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکوو د کابل هوايي ډګر ساتنه مو لومړیتوب دی

سی شنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د ناټو سرمشریزه کې د افغان ځواکونو د روزنې او تمول، د کابل د هوايي ډګر د ستانې او دغه راز د افغان سولې پر ملاتړ موافقه شوې ده.
د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکوو د کابل هوايي ډګر ساتنه مو لومړیتوب دی
د ناټو سرمشریزه کې د افغان ځواکونو د روزنې او تمول، د کابل د هوايي ډګر د ستانې او دغه راز د افغان سولې پر ملاتړ موافقه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو مشران پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه بروکسل کې سره راغونډ شوي و چې د خبرو یوه مهمه موضوع یې افغانستان وو.

دوی په دغه ناسته کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر مرستو او ملاتړ او خپل ملکي حضور په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونده کې د ناټو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر د فعالیت د تمویلولو لپاره موافقه وکړه.

تر غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې و ویل،  ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې شوې او بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري.

سټولټنبرګ ویلي، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته ځګکه په وینا یې دا د ناټو د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی.

په همدې مهال د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت ورکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.

همدارنګه ناټو سرمشریزې ټینګار کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته به دوام ورکړي او د ډيپلوماتیک حضور د دوام لپاره به په کابل کې د ملکي استازولی دفتر وساتي.

د ناټو د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې هم د ناټو په ملاتړ ټینګار شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي