افغان ولسمشر افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو له عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په ارګ کې لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مېلر لیدنه پرون جمعه د چنګاښ ۱۱ مه شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه وایي، په دغه لیدنه کې له افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا د مرستو پر دوام او په نوي فصل کې له افغان ځواکونو سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه بحث وشو.
ولسمشر پر داسې مهال له جنرال مېلر سره وکتل، چې پر همدې ورځ د بګرام پوځی اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه او اخیري امریکایي سرتېری ترې ووت.
جمهورخبري آژانس:کابل