۰

طالبان:۸۰ سلنه خاورو مو لاس کې ده، حکومت مشران مو چېرته؟

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د هېواد ۸۰ سلنه خاوره د دوی په واک کې ده او که وغواړي په دوه اونیو کې ټول افغانستان نیولی شي.
طالبان:۸۰ سلنه خاورو مو لاس کې ده، حکومت مشران مو چېرته؟
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د هېواد ۸۰ سلنه خاوره د دوی په واک کې ده او که وغواړي په دوه اونیو کې ټول افغانستان نیولی شي.

خو افغان حکومت د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې وايي، که رښتیا دوی دومره خاوره په لاس کې لري، نو مشران یې چېرته او ولې افغانستان ته نه راځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر استازو پرون جمعه د چنګاښ ۱۸ مه مسکو کې د یوې خبري ناستې پر مهال دغه ادعا وکړه، ویې ویل، چې له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۲۵۰ د دوی په لاس کې دي.

د طالبانو د قطر دفتر یو تن غړي مولوي شهاب الدین دلاور د دې تر څنګ دا ادعا هم وکړه، چې که طالبان وغواړي په دوه اونیو کې ټول افغانستان نیولی شي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړه، وايي، که د دوی دا ادعا یو فیصد هم رښتیا وي، بیا یې ولې مشران، کورنۍ او اولادونه د افغانستان د باندې اوسېږي او ژوند کوي.

ارین پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې فرصت د له لاسه نه ورکوي او نور دې د پردیو نوکړي بس کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، جګړه کې د طالبانو تلفات ورځ تر بلې ډېرېږي او ان خپل مړي د پاکستان پنجانب او له کرښې اخوا په ډلیزو قبرونو کې خښوي.

ارین دا خبره څه موده وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم تایید کړې وه، چې د طالب مشرانو کورنۍ پاکستان کې اوسېږي، ټپیان یې دلته درملنه کېږي او ان مړي یې دلته خښېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي