۰

افغانستان له پاکستانه خپل سفیر او دیپلوماتان راوغوښتل

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام آباد کې بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له پاکستانه خپل سفیر او ټولو دیپلوماتان راوغواړي.
افغانستان له پاکستانه خپل سفیر او دیپلوماتان راوغوښتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام آباد کې بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له پاکستانه خپل سفیر او ټولو دیپلوماتان راوغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه اقدام وروسته له هغې وکړ، چې درې ورځې وړاندې اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل وښتول شوه.

سلسله عليخېل په اسلام آباد کې د وسله والو له خوا هغه مهال وښتول شوه، چې د کور په لور روانه وه، خو تر پنځه ساعته برمته کېدو او شنکجې وروسته خوشې کړی شوه.

پاکستان کې دغه کار افغانستان کې سخت غبرګونه راپارول، کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو، لاریوونه وشول، په خواله رسنیو د پاکستان د دغه کار غندنه وشوه او په لوړه کچه دا یوې غیرانساني عمل وبلل شو.

تر دې وروسته ولسمشر غني بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ، تر چې د پاکستان حکومت د افغانستان د سفیر د لور برمته کوونکو ته جزا نه وي ورکړې او د ټولو دیپلوماتانو د امنیت تضمین نه وي شوی، اسلام کې آباد کې خپل سفیر او دیپلوماتان کابل ته راوبولي.
 
په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي دي‌ چې افغان سفیر او دپلوماتان یې له اسلام اباد څخه رابللي ‌دي.

اعلامیه وایي، په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطاف وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مشرتابه له اسلام اباد څخه خپل سفیر او ارشد دپلوماتان کابل ته راوغوښتل.

سرچینه وايي، دوی به تر هغه وخت پورې په کابل کې وي تر څو چې هلته ټول امنیتي ‌تهدیدات لېري شوي نه وي او اختطاف کوونکي نیول شوي نه وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې ډېر ژر به یو پلاوی د همدې او نورو اړوندو مسائلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي‌ او د هغوی د موندنو په اساس به وروستي اقدامات کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي