۰
نبیل:

د پاکستان پوځ له ترهګرو سره نه شلېدونکې اړیکې لري، باید ترهګر هېواد اعلان شي

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محب او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف لیدنې ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تر غبرګون وروسته پخوانیو افغان امنیتي چارواکو هم غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان پوځ له ترهګرو سره نه شلېدونکې اړیکې لري، باید ترهګر هېواد اعلان شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محب او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف لیدنې ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو تر غبرګون وروسته پخوانیو افغان امنیتي چارواکو هم غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر خپله فسبوک پاڼه د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان یو سرغړونکی اټومي ځواک ګرځیدلی چې په ګاونډ کې یې باثباته افغانستان نشي زغملی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ له ترهګرو سره نه شلېدونکې اړیکې لرې او دا هېواد باید یو ترهګریز هېواد اعلان شي.

ښاغلی نبیل وایي، آی ایس آی کولی شي د اسامه بن لادن او سیمه ییزه نړیوالو ترهګرو څخه پخپلو نظامى ځایو کی ساتنه وکړي، خو افغانان حق نه لري، چې له یوه ریښې لرونکي پاکستانی سیاستوال سره وګوري !؟

نبیل دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف پر لیدنه توند غبرګونونه وښودل.

د پاکستان د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین ویلي، نواز شریف ولې له یوا داسې شخص سره لیدلي، چې د پاکستان دښمن او پاکستان یې د هیرامندي (فاحسه خانه) بللی.

هغه له نواز شریف څه د سوال په توګه پوښتلي، ولې د پاکستان څخه ټول نفرت کوونکي، له اجیت دووال (د هند د ملي امنیت مشاور) څخه نیولې تر محب پورې، په لندن کې ستاسو د ښایسته قصر لیدو ته درځي.

فواد حسین زیاته کړې«بهر ته د نواز شریف لېږل په دې خطرناک دي، چې هغه له هغو کسانو سره ګوري، چې د بین الاقوامي جوړجاړیو په برخه کې مرسته کوي، افغانستان کې د روا «هند د استخباراتي ادارې» تر ټولو غټ دوست حمدالله محب سره د نواز شریف لیدنه د دغه ډول کسانو یوه ښه بېلګه ده.»

نوموړي زیاته کړې، امرالله صالح، حمدالله محب او نریندرا مودي د پاکستان دښمنان او د نواز شریف ملګري دي.

خو په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر په خپل ټویټر فواد چودري او نورو پاکستاني چارواکو ته لیکلي«زموږ د ملي‌ امنیت مشاور یوازې ستاسو د مخالف سیاسي ‌مشر سره ملاقات وکړ او تاسو ته یې دومره زور درکړی (ځورېدلي یاست). فکر وکړئ، تاسو چې تروریستان روزۍ او تجهیز کوۍ او هغوی هره ورځ زما خلک وژني. تاسو هغوی ته امن ځایونه ورکوۍ، هغوی ته پېسې ټولوۍ او په خپلو روغتونونو کې یې درملنه کوۍ.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي