۰
د کاناډا پخوانی سفیر:

اوس د دې وخت دی چې نړیوال پر پاکستان سخت بندیزونه ولګوي

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۱
کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کرس الکساندر یو ځل بیا بر پاکستان سختې نیوکې کړې وايي، دې هېواد په افغانستان کې په ښکاره نیابتي جګړه پیل کړې دي.
اوس د دې وخت دی چې نړیوال پر پاکستان سخت بندیزونه ولګوي
کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کرس الکساندر یو ځل بیا بر پاکستان سختې نیوکې کړې وايي، دې هېواد په افغانستان کې په ښکاره نیابتي جګړه پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساندر پاکستان په ښکار ډول د افغانستان په وړاندې تېری کوي او نړیوال باید پر وړاندې ودرېږي او مخنیوی یې وکړي.

نوموړي په تازه مرکه کې د پوښتنې په توګه ویلي، کله چې ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د زور زیاتي هڅې وکړې په وړاندې یی بندیزونه ولګېدل، کله چې ایران په عراق کې په نیابتي جګړې کې ښکیل شو، بندیزونه پرې ولګیدل، چین هم د مسلمان اقلیت، ایغورو په وړاندې د زور ظلم له امله د غربي هیوادونو لخوا له بندیزونو سره مخ شو.

خو په وینا یې اوس نو ولې پاکستان په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پر مخ بیولو او د خلکو په وړاندې د زور زیاتي له امله له بندیزونو سره نه مخ کېږي.؟

کرس الکساندر په ټينګار سره ویلي، دا یی وخت دې چې په نړیوالو قوانینو عمل وشي، هغه څه چې اوس یی پاکستان تر سره کوي ښکاره د افغانستان په وړاندې تېری دی.
 
دی وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ټول هېوادونه باید د پاکستان په وړاندې اړین ګامونه پورته کړي، تر څو د ملګرو ملتونو د منشور مفادات تطبیق شي.

دغه پخواني کاناډايي ديپلومات ټینګار کړي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ټول هېوادونه باید پر پاکستان سخت بندیزونه ولګوي، تر څو دا هېواد د ترهګرو له ملاتړ او په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي