۱

ملا برادر: د خلکو د خوندیتوب او هوسا ژوند لپاره ټولې هڅې کوو

دوشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۳
د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپل تازه پیغام کې ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د بریاوو له امله مبارکي ویلي او د امنیت ډاډ یې ورکړی.
ملا برادر: د خلکو د خوندیتوب او هوسا ژوند لپاره ټولې هڅې کوو
د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپل تازه پیغام کې ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د بریاوو له امله مبارکي ویلي او د امنیت ډاډ یې ورکړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا برارد په تازه ویډیويي کنفرانس کې و ویل ښاریانو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی مالونو او شتمنیو ته به هېڅ زیان ونه رسېږي او د هوسا او ارامه ژوند د جوړولو لپاره به خپلې ټولې هڅې جاري وساتي.

هغه پر خپلو جنګیالیو هم غږ وکړ چې دوی اوس په لوی امتحان کې دي او باید په ټول توان د خلکو سر او مال خوندي کړي، ډاډ ورکړي او زړونه یې تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی.

د امریکا، کاناډا، قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند مصونه فضا برابره کړي.

دوی زیاته کړې بشري حقونه دې خوندي شي او د هغو خلکو د تګ زمینه دې برابره کړل شي چې غواړي نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي هغه کسان چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي د ټولو افغانانو د ساتنې مسوول دي او تر څنګ یې باید ادارات، هوايي ډګرونه، مرزي بندرونه او نور پرانیستي پرېښودل شي څو خلک په ازاده توګه تګ راتګ ته ادامه ورکړي.

نړیوالې ټولنې دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان او افغانانو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جمهوخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي