پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د یوه هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړین دی او طالبان ورسره ستونزه نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ضیعف زیاته کړې همدې ته په کتو د پاشل شویو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بېرته رغولو او راوغوښتلو شوتنیا اوس هم موجوده ده.
ښاغلي ضعیف ویلي«د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره اړینه ده چې امنیتي ځواکونه ولري.»
ملاعبدالسلام ضعیف زیاته کړې، طالبانو چې ملکي مامورين خپلو دندو ته راوبلل نو د نظامي ځواکونو بېرته رغولو سره هم ستونزه نه لري.
هغه دغه راز وايي، چې د پنجشير د ستونزې د سوله ييز حل لپاره هم هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل