۰

د طالبانو کابینې ته د امریکا غبرګون: افغانان د ټولشموله حکومت مستحق دي

چهارشنبه ۱۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۹
امریکا د طالبانو له خوا د اسلامي امارت کابینې ته په غبرګون کې وايي، افغانان د یوه ټولشموله حکومت مستحق دي.
د طالبانو کابینې ته د امریکا غبرګون: افغانان د ټولشموله حکومت مستحق دي
امریکا د طالبانو له خوا د اسلامي امارت کابینې ته په غبرګون کې وايي، افغانان د یوه ټولشموله حکومت مستحق دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نوې کابینې د نومونو لېست یې لیدلي او په اړه یې ارزونې کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په خپاره شوي لېست کې یوازې د طالبانو د غړي او یا هم د هغوی نېږدې همکاران لیدل کېږي او مېرمنې په کې نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دوی د یو شمېر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندېښنه لري.

خبرپانه وايي، دوی د طالبانو دا څرګندونې درک کوي چې دا یې موقته کابینه اعلان کړې او واشنګټن به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د ژمنو پر ځای د هغوی د اعمالو له مخې وکړي.

امریکا ویلي، دا یې څرګنده کړې چې افغانان د همه شموله حکومت د رامنځ ته کېدو مستحق دي.

سرچینه وايي، امریکا په خپلو روښانه توقعاتو یو ځل بیا ټینګار کوي چې طالبان دا ډاډ رامنځ ته کړي څو د افغانستان خاروه د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره نه کارول کیږي او د افغانانو د ملاتړ په هدف بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، امریکا توقع لري څو طالبان د بهرنیو اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو په اړه په خپلو ژمنو ودریږي چې د سفر قانوني اسناد لري.

د یادونې ده، طالبانو تېره شپه د اسلامي امارت کابینه اعلان کړه، چې رییس الوزرا یې ملا محمد حسن اخند، لومړی مرستیال یې ملا عبدالغني برادر، دویم مرستیال یې ملا عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر یې ملا امیرخان متقي، د دفاع وزیر یې ملا محمد یعقوب، د کورنیو چارو سراج الدین حقاني ټاکلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي