د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې، چې د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آل ثاني د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم بللی خو وايي، له بده مرغه چې نړیواله ټولنه د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یوه ځانګړی پلان نه لري.
نوموړي زیاته کړې، قطر لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې رفع کړي.
آل ثاني په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل