۰

امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۴
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د چین له لوی سفیر سره لیدلي او په بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.
امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د چین له لوی سفیر سره لیدلي او په بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر د نوي حکومت د جوړېدو مبارکي ویلي او د خپل هېواد له لوري یې افغانستان سره بېلا بېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري، اقتصادي او سياسي همکاريو او اړيکو ته دوام او وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چين د کورونا واکسين په برخه کې ۳ میليونه او د عاجلو مرستو لپاره ۱۵ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.

ښاغلی نعیم وايي، متقي د چين هېواد له مرستو مننه کړې او زياته کړې یې ده چې چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا د دواړو لوريو په ګټه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي