۰

 لوی درستیز: په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان یو پیاوړی پوځ ولري

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۸
د افغانستان د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان د یوه پیاوړي او منظم پوځ څښتن شي.
 لوی درستیز: په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان یو پیاوړی پوځ ولري
د افغانستان د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان د یوه پیاوړي او منظم پوځ څښتن شي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې لوی درستیز چې نن چهارشنبې د وږي ۲۴ مه کابل کې یوې غوندې ته لنډه وینا وکړه و ویل، چې دوی به داسې یو پیاوړی او منظم پوځ جوړ کړي، چې له خپلې خاورې په بشپړه توګه دفاع او ساتنه وکړي.

نوموړي په ورته وخت دا هم و ویل، چې نور به هېچا ته اجازه ورنه کړل شي، چې د افغانستان د خلکو ارامښت او امنیت ګډوډ کړي.

ده زیاته کړه«له دې وروسته هېڅ کس ته د قومیت، عصبیت، مقاومت، له ۲۰ کلنو لاس ته راوڼو د ساتنې او امریکايي دیموکراسی په نوم اجازه ورنه کړل شي، چې د خلکو امنیت اخلال کړي.»

د پوځ مشر قاري فصیح الدین خبرداری ورکړو چې له اخلال ګرو او هغه کسانو پر وړاندې، چې هڅه کوي، د خلکو امنیت خراب کړي، جدي اقدامات وشي او وبه ځپل شي.

د طالبانو لوی درستیز پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو څخه وروسته د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود سر راپورته کړ او د طالبانو پر ضد یې د مقاومت دویمه جبهه پرانسته.

دوی څو ورځې په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې سخت جګړې وکړې، خو وروسته یې ماته وخوړه او پنجشېر په مکمل ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي