۰

ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ

شنبی ۲۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې استازولی یا یوناما د ماموریت موده نوره هم وغځوله.
ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د خپلې استازولی یا یوناما د ماموریت موده نوره هم وغځوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا پرون جمعه د وږي ۲۶ مه په خپله ناسته کې د رایو په اتفاق سره افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ.

ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه پرېکړه لیک کې ویلي، چې دوی د شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د یوناما د ماموریت موده تمدید کړې ده.

په دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د یوه ټولمنلي او پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.

همدارنګه دوی په افغانستان کې کامل مشارکت، د ښځو برابر ګډون، بشر حقونو ته درناوي، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقوقو ته په درناوري ټينګار شوی دی.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت پرون جمعه د وږي ۲۶ مه پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي