۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش خراسان څانګې مشر په تور لېست کې شامل کړ

چهارشنبه ۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۳
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش خرسان څانګې مشر شهاب المهاجر د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش خراسان څانګې مشر په تور لېست کې شامل کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش خرسان څانګې مشر شهاب المهاجر د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون سه شنبې د لیندۍ ۳۰ مه د ترهګرو ډلو په اړه غونډه درلوده.

یادې شورا په دغه غونډه کې د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر باندې مشهور دی، د بندیزونو په لېست کې واچاوه.

یادې شورا پرېکړه کړې، چې المهاجر نه چېرته سفر کولی شي، نه وسلې تر لاسه کولی شي او دغه راز شتمنۍ به یې کنګل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم ثناالله غفاري او د داعش درې نور لوړ پوړي غړي د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي وو.

د معلوماتو پر اساس ثناالله غفاري یا شهاب المهاجر له ۲۰۲۰ کال راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې مشري پر غاړه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي