۰
د مالیې وزارت سرپرست:

 نړیوال دې زموږ خلک نه باسي مرسته دې ورسره وکړي، چې اقتصاد یې ښه شي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف سره کتلي دي.
 نړیوال دې زموږ خلک نه باسي مرسته دې ورسره وکړي، چې اقتصاد یې ښه شي
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف سره کتلي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو او نورو همکاریو باندي بحث وکړ.

ښاغلي بدري د ملګرو ملتونو له مرستو د مننې تر څنګ د مرستو پر دوام ټینګار کړی ویلي، یې دي، که افغانستان کې ستونزې ډېرې شي، نو دا به نه یوازې افغانستان بلکې ټولنې نړۍ ته په زیان وي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه ستونزو به یوه هم د افغانانو کډوالي او مهاجرت وي، نو ځکه له نړیوالو غواړي، چې د خلکو د ایستلو پر ځای مرسته ورسره وکړي.

د مالیې وزارت سرپرست ویلي« د نړۍ والو څخه هيله کوو چي زموږ خلګ مه باسی بلکي دلې مرسته ورسره وکړی چي اقتصادي حالات يې سم شي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ښاغلي رامیز ویلي، چې دوی به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، په اوس وخت کې یې لومړیتوب د روغتیا او خوراکي توکو په برخه کې مرستې دي او د دې لپاره چې ښه رسیدګي ورته وشي د هوا تر څنګ ځمکنی مواصلاتي لارې هم فعالې شوې دي.

ښاغلي رامیز ویلي، نړۍ مني، چې طالبان فاسد نه دي او دوی تمه لري، چې فساد ونه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي