۰
مولوي شهاب الدین دلاور:

زموږ حکومت ټول شموله دی، خو امریکا او نړۍ فاسد شموله حکومت غواړي

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۴
د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړی چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور وايي، دوی ته د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا نیت معلوم شوی، چې په افغانستان کې فاسد او جنایت شموله حکومت غواړي.
زموږ حکومت ټول شموله دی، خو امریکا او نړۍ فاسد شموله حکومت غواړي
د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړی چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور وايي، دوی ته د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا نیت معلوم شوی، چې په افغانستان کې فاسد او جنایت شموله حکومت غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دلاور چې نن شنبې د تلې ۳ مه کابل کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست د معرفۍ په غونده کې وینا کوله و ویل، چې د اسلامي امارت اعلان شوی حکومت ټول شموله دی.

نوموړي زیاته کړه، چې له ټول شموله څخه د نړۍ او امریکا موخه دا ده، چې دوی غواړي د خپلو اهدافو لپاره پخواني مفسدین او جنایت کاران بیا په حکومت کې ځای شي.

ښاغلي دلاور و ویل«موږ ته له ټول شموله د نړۍ او امریکا دريځ او غوښتنه معلومه شوه، دوی له موږ فاسد شموله، غصب شموله، اختطاف شموله او جنایت کار شموله حکومت غواړي.»

دغه طالب چارواکي د بېلګې په توګه و ویل، کله چې امریکا او نړۍ ۲۰ کاله وړاندې په بن کې یو پراشوټي حکومت جوړ کړ، هغه ټول شموله وو خو اوس چې طالبانو په واقعي توګه یو ټول شموله حکومت رامنځ ته کړی، امنیت یې راوستلی نو دوی یې ټول شموله نه بولي.

مولوي دلارو و ویل«زه امریکا ته وایم، تاسو کې چې اوس دیموکراتان په واک کې دي، ولې جمهوریت پلو ته ځای نه ورکوی، که له موږ یې غواړی، خو تاسو یې هم عملي کړی، تاسې وګورۍ د بایډن په حکومت کې د ټرامپ د حکومت هېڅوک نشته، که تاسو دلته افغان شموله غواړی، نو تاسو هم باید جمهوریت پلوه ته ونده ورکړی، ما دا خبره خلیلزاد ته هم وکړه، هغه راته و ویل، چې زه د بایډن په حکومت کې سختګ په تنګ یم، ځکه موږ اجازه نه لرو، چې له دیموکراتانو سره کار وکړو خو دا یوه اړتیا وه، چې زه د افغان سولې په برخه کې یو څه پوهېدوم.»

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې نړیوال په ځانګړي ډول امریکا غواړي هغه جنګي جنایتکاران، هغه فاسدې څېرې چې خپله یې له دوی سره غدر کړی، په حکومت کې شاملې کړي.

ښاغلي دلاور پر نړیوال غږ وکړ، چې دا ډول غوښتنه یې بې ځایه او بې ګټې ده، بلکې ګټه یې په یوه مقتدر نظام کې، چې هغه اسلامي امارت دی، شته.

دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د نشه يي توکو ختمولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د نړیوالو څخه مرسته غواړي.

همدارنګه ښاغلي دلاور نړۍ ته یو ځل بیا دا ډاډ هم ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارېږي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.

د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي مولوي شهاب الدین دلاور د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت، د ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
 
جمهور خبري آژانس: محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي