د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۲ امریکايي سناتورانو هغه مسودې ته، چې ویلي یې دي له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه باید پلټنې وشي او پر دواړو بندیزونه ولګول شي غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان وايي، دا اقدام د اسلام آباد لپاره د منلو نه دی او په دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پرون چهارشنبې د تلې ۷ مه ویلي دوی ویني، په واشنګتن کې په رسنیو او هم کانګرېس کې د هغه عواملو پر څېړلو بحث روان دی، چې په نتیجه کې یې امریکه له افغانستانه ووتله.
نوموړي و ویل، داسې ښکاري، چې پر دې بحث باندې په عکس العمل کې د سنا جرګې یو شمېر جمهوري پالو سناتورانو مسوده وړاندې کړې ده.
افتخار زیاته کړې، چې لایحه کې د پاکستان یادونه هم شوې، چې یو مخ د منلو نه ده.
ده ویلي«موږ دا ډول یادونې د افغانستان د سولې د پروسې او له افغانستانه په وروستیو کې د امریکایانو او نورو ملتونو د ایستلو په شمول له ۲۰۰۱ څخه د افغانستان پر سر د پاکستان او امریکا د همکارۍ د روحیې خلاف بولو.»
دغه راز پرون د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم د امریکايي سناتورانو پر دې مسوده نیوکه وکړه او په هغه کې یې د هند لاس وباله، چې په وینا یې غواړي د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې خرابې کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تمه وښوده، چې د امریکا د کانګرېس اکثریت غړي به دا لایحه رد کړي.
د یادونې ده، چې ۲۲ امریکايي جمهوري پاله سناتورانو یوه مسووده ترتیب کړې، چې پر بنسټ یې باید له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه پلټنې وشي او دغه راز پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو د بندیزونه ولګول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل