۰

مایک پمپیو:امریکا به د افغانستان په اړه د بایډن د ناسمې پرېکړې بیه پرېکړي

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به د افغانستان په تړاو د بايډن د ناسم مدیریت بیه پرې کړي.
مایک پمپیو:امریکا به د افغانستان په اړه د بایډن د ناسمې پرېکړې بیه پرېکړي
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به د افغانستان په تړاو د بايډن د ناسم مدیریت بیه پرې کړي.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې پمپیو زیاته کړې، چې دوی له طالبانو سره یوې منظمې هوکړې ته رسېدلي و، چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه، د دوی همکاران، دیپلوماتن او استخباراتي کسان په خوندي توګه له افغانستانه ایستل کېږي.

خو به وینا یې بایډن په هر څه کې تر حد ډېره بېړه وکړه او د ګڼو کسانو د وژل کېدو سبب شو.

 نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا کیسه همدلته نه تمامېږي او د دې ستر احتمال شته چې امریکا په راتلونکې کې د بایډن د تېروتنو له امله ستره بیه پرې کړي.

مایک پمپیو ټینګار کړی، چې بايډن د خپلو شاوخوا کسانو خبرو ته غوږ نه دی اېښی او یوه ستره پرېکړه یې په یوازې ځان ترسره کړې ده چې خطرناکه به تمامه شي.

دغه امریکايي دیپلومات دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د پوځ مشر او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان هم د دوشنبې په ورځ د سنا پوځي کمېټې ته په خبرو کې ویلي، دوی بایډن ته ویلي و، چې تر ۲۵۰۰ پورې سرتېري په افغانستان کې پرېږدي، خو هغه دا خبره ونه منله.

خو تر دې وروسته سپینې ماڼۍ و ویل، چې ولسمشر بایډن ته له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو په اړه د سلاکارانو له خوا پاشلي نظرونه ورکول کېدل، په داسې حال کې، چې بایډن مجبور و یوه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي