۰

امیرخان متقي کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۰
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د ازبکستان له سفیر شادمانوف سره کتلي دي.
امیرخان متقي کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل کې د ازبکستان له سفیر شادمانوف سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي شادمانوف کتنه نن شنبې د تلې ۱۰ مه کابل کې شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، د مزار شریف د هوايي ډګر د ترمیم او کابل ته له ازبکستان څخه د پروازو د پیل په اړه مثبتې خبرې وشوې.

نوموړی وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ازبکستان څخه د دوه اړخیزه اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي