۰

د امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوی ترکیې ته ولاړ

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۸
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللی دی.
د امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوی ترکیې ته ولاړ
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو په رسمي بلنه نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه ترکیې ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به له ترکي چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګریزه اړیکو، بشري مرستو، کډوالو، هوايي او ځمکني ترانسپورت په اړه خبرې اترې وکړي.
 
له متقي سره په دغه سفر کې د اطلاعاتو وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو سرپرست رییس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور، سهیل شاهین او حاجي محمد ابراهیم ملتیا کوي.

د یادونې ده، چې د ښاغلي متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی څو ورځې وړاندې قطر ته هم تللی و او هلته یې د امریکا، المان، قطر، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو له پلاویو او استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي