۰

امیرخان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر ته جلغوزي په ډالۍ کې ورکړل

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۸
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال هغه ته د افغانستان د جلغوزو یوه بسته ډالۍ کړه.
امیرخان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر ته جلغوزي په ډالۍ کې ورکړل
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال هغه ته د افغانستان د جلغوزو یوه بسته ډالۍ کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متقي نن سه شنبې د لړم ۴ مه د یوه پلاوی په مشرۍ د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ.

دوحې ته په رسېدو ښاغلي متقي د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ولیدل او هغه ته یې د افغانستان د جلغوز یوه کیلويي بسته ډالۍ کړه.

دا وطني جلغوزه چې په توره جلغوزه مشهور دي، د افغانستان یو له هغه وچو مېوو څخه دي، چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د جلغوزو تر ټولو ستر مارکټ د چین بازار و خو د مخکني حکومت په سقوط سره چین ته د جلغوزو صادرات په ټپه ورېدل.

اوس د اسلامي امارت چارواکي او چینايي لوری هڅه کوي، چې دا تجارت له سره پیل کړي، چې په پیل کېدو سره به یې افغانستان ته میلیونه ډالره ګټه ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي