۰

د اسلامي امارت په کابینه او حکومت کې نوې ټاکنې شوې دي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۳
د افغانستان د اسلامي امارت په کابینه او حکومت کې نوې ټاکنې شوې، چې له مخې یې یو وزیر څو مرستیالان او یو شمېر د قول اردوګانو قوماندان ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت په کابینه او حکومت کې نوې ټاکنې شوې دي
د افغانستان د اسلامي امارت په کابینه او حکومت کې نوې ټاکنې شوې، چې له مخې یې یو وزیر څو مرستیالان او یو شمېر د قول اردوګانو قوماندان ټاکل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د امیرالمومنین شیخ الحدیث هبته الله اخندزاده د حکم پر اساس ټاکل شوي دي.

په ټاکل شویو کسانو کې مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او ملا عبدالمجید اخند د شهیدانو او معلولوینو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

دغه راز ملا عبدالرزاق اخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال، مولوي سخاو الله د پوهنې وزارت مرستیال، مولوي شمس الدین پهلوان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ټاکل شوي دي.

همدارنګه مولوي مطیع الحق د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست، ملا نور الدین  ترابی د سرې میاشتې ټولنې مرستیال، مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

په دغه حکم کې مولوي سردار محمد د جنوب لویدیځې حوزې د تمیز د رئیس، شیخ محمد حنیف د جنوب ختیځې حوزې د تمیز د رئیس، ملا محمد علي اخند د ملي دفاع وزارت د استخباراتي چارو د رئیس، مولوي نصر الله مطیع د ملي دفاع  وزارت د پرسونل او تعلیماتو رئیس، تیمور شاه اخند د ملي دفاع وزارت د لوژیستکي چارو رئیس او ملا امیر خان حقاني د ملي دفاع وزارت د ساختماني ملکیتونو او تأسیساتو چارو رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

په یاد حکم کې د قول اردوګانو لپاره هم قوماندانان او د هغوی مرستیالان ټاکل شوي دي.

ملا مهر الله حماد د کندهار قول اردو قومندان، ملا ولي جان حمزه د کندهار قول اردو مرستیال، مولوي حزب الله افغان د کندهار قول اردو د رئیس ارکان، مولوي حمد الله د کابل قول اردو د قومندان، مولوي نصرت د کابل قول اردو د مرستیال، قاري بریال د کابل قول اردو د رئیس ارکان، مولوي عطاء الله عمري د مزار د قول اردو د قومندان، مولوي امان الدین د مزار قول اردو د مرستیال، ملا عبدالرزاق  فیض الله د مزار د قول اردود رئیس ارکان، مولوي محمد ظریف مظفر د هرات  قول اردو د قومندان، ملا عبدالشکور بریالی د هرات قول اردو د مرستیال، مولوي عبدالرحمان حقاني د هرات قول اردو د مرستیال، ملا شرف الدین  تقي د هلمند قول اردو د قومندان، ملا محب الله نصرت د هلمند قول اردو د مرستیال، ملا محمد خان دعوت د هلمند قول اردو د رئیس ارکان، ملا رحمت الله محمد د کندز د قول اردو قومندان، قاري محمد اسماعیل ترکمن د کندز قول اردو د مرستیال، قاري محمد شفیق د کندز قول اردود رئیس ارکان، ابودجانه د لغمان د قول اردو د قومندان،  ابراهیم د لغمان د قول اردو د مرستیال، ملا عبدالرحمان منصور د لغمان د قول اردو د رئیس ارکان، قاري محمد ایوب د پکتیا قول اردو د قومندان، ملا روح الامین د پکتیا قول اردو د مرستیال او ملا احمد الله مبارک د پکتیا قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي