ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وینډي شېرمن پر افغانستان د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن شېرمن به نن پنشنبې د تلې ۱۵ مه اسلام آباد ته ولاړه شي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان خبرې وکړي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پاکستاني چارواکي د شېرمن سفر ته خوښ دي او تمه لري، چې په دې سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اړخ ښي لور ته وڅرخېږي.
خو امریکایي چارواکو بیا ویلي، پاکستان ته د شرمن د سفر موخه د طا لبانو په رسمیت پېژندل، پر افغانستان نړیوالو بندیزونه، افغانستان ته لاسرسی او د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ پر لارو چارو خبرې اترې دي.
د یادونې ده، چې مېرمن شرمن پرون هند ته تللې وه او له هندي چارواکو سره یې هم پر افغانستان خبرې کړې وې.
نوموړي زیاته کړې، چې د هندوستان امنيتي انديښنې د واشنګټن لپاره لومړیتوب او محوري ارزښت لري او دغه راز هندوستان او امريکا د افغانستان په اړه یو ګډ فکر او یوه تګلاره لري.
جمهورخبري آژانس:کابل