۰
پتڼاګون:

القاعده او داعش پر امریکا د برید اراده لري خو اوس یې توان نه لري

چهارشنبه ۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۹
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وايي، القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې پر امریکا د برید اراده لري، خو اوس مهال یادې ډلې د دې ډول کار تر سره کولو وړتیا نه لري.
القاعده او داعش پر امریکا د برید اراده لري خو اوس یې توان نه لري
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وايي، القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې پر امریکا د برید اراده لري، خو اوس مهال یادې ډلې د دې ډول کار تر سره کولو وړتیا نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال کولن کال او د ستر درستیز د اروپراسیون رییس جیمز منګیس پرون سه شنبې د لړم ۴ مه د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې کړې دي.

په دغه غونده کې، چې د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې له خوا جوړه شوې وه، په کې د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت وڅېړل شو.
 
جنرال منګیس پر امریکا د القاعده او داعش د برید د ظرفیت په اړه ویلي، داعش ډله ممکن په شپږو میاشتو تر یو کال پورې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي خو القاعده یو تر دوو کلونو پکار دي چې ځان دې هدف ته ورسوي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې طالبان او داعش دښمنان دي، خو باید ولیدل شي چې ایا د طالبانو ډله به وکولی شي داعش ته ماته ورکړي که نه.

دغه دوه چارواکو دا ټینګار هم وکړ، چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خونډي پټنځای بدل شي او امریکا د دې ډول عملیاتو د ترسره کېدو وړتیا لري.

دغه راز د امریکا د دفاع وزارت د پالیسئ مرستیال کولن کال دا هم و ویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره مشترکه همکاري دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، امریکا اوسمهال د پاکستان له هوایي حریم څخه استفاده کوي او واشنګټن هڅه کوي دا لاسرسی په راتلونکې کې هم دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي