د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، هڅه کوي چې د خپلو افغان کارکوونکو د کورنۍ غړي هم له افغانستانه وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه د لړم ۱۷مه ویلي، د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نه وي کړی.
د امریکا دفاع وزارت دغه هېواد ته له تازه تللو افغانانو غوښتي چې د کورنۍ د غړو کره معلومات او اسناد ور وسپاري.
د امریکا د پوځ اړوند ورځپاڼې سټار اېنډ سټرایپس لیکلي، امریکا دا پرېکړه وروسته تردې وکړه چې افغان همکارانو یې د کورنۍ غړو ته د ګواښ خبره ورته وکړه.
د یادونې ده، چې امریکا او نورو متحدانو یې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په دوه اونیو کې څه باندې یو لک او شل زره افغانان و ایستل.
جمهورخبري آژانس:کابل