د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې له افغانستان سره همکاریون ته ژمن دی او ترکي دیپلوماتان په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې په تماس کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اردوغان دغه څرګندونې د جي ۲۰ هېوادونو د غونډې په څنډه کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي ویلي، دوی د افغانستان د اسلامي امارت سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه د طالب چارواکو سره غږېږي او د دواړو لورو تر منځ خبرې دوام لري.
د ترکیې ولسمشر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده چې ترکیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ویلي وو چې دوی به د کابل نړیوال هوایي ډګر امنیتي چاري په لاس کې واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت ونه منله او دا چاره یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وبلله خو وروسته یې بیا وویل چې د ترکیې فني کار کوونکي کولی شي د دغه هوایي ډګر په تخنیکي مسائلو کې مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل