۰

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ۴۳ تنه په نویو دندو ګمارلي دي

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۳
د افغانستان د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده په امر په یو شمېر ولایتونو کې نویې ګمارنې شوې دي.
طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ۴۳ تنه په نویو دندو ګمارلي دي
د افغانستان د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده په امر په یو شمېر ولایتونو کې نویې ګمارنې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه ګمارنې د ولایتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه شوې دي.

په دغه نویو ټاکنو کې عبدالغني د بدخشان والي، محمد علي جان د پکتیا والي، قاري  بریال د کابل، مفتي محمد ادریس د کابل ولایت د  مرستیال والي، ولي جان حمزه د کابل ولایت د امنیه قومندان، نثار احمد د کندز ولایت د والي، حبیب الرحمان صهیب د کندز ولایت د مرستیال والي، عزیز الله د کندز ولایت د امنیه قومندان، قاري بختیار د بغلان ولایت د والي، محمد ادریس د بغلان ولایت د مرستیال والي، صفی الله اخند د بغلان ولایت د امنیه قومندان، حاجي  مالي خان د لوګر ولایت د والي، انعام الله د لوګر ولایت د مرستیال والي،  محمد الدین شاه مخبط د لوګر ولایت د امنیه قومندان، عبدالله مختار د پکتیکا ولایت د والي، عبدالله  سرحدي د بامیان ولایت د والي،  سعید احمد د لغمان ولایت د مرستیال والي، نورا لهدی د بلخ ولایت د مرستیال والي، مطیع الله د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه، حبیب الله شاکر د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز حاجي دعوت  د اروزګان ولایت د والي، روحانی صاحب  د فراه ولایت د والي، جهادیار صاحب د فراه ولایت د مرستیال والي، حاجي صاحب معصوم د فراه ولایت د امنیه وقومندان، عبدالرحمان اکا د سرپل ولایت د والي، محمد نادر د سرپل ولایت د مرستیال والي، شعیب د جوزجان ولایت د والي، عبدالمنان محمود د جوزجان ولایت د مرستیال والي، قاري صاحب پهلوان د فاریاب ولایت د والي، حذیفه صاحب د فاریاب ولایت د امنیه قومندان، لبیب  صاحب د غور ولایت د امنیه قومندان، محمد امین جان کوچي د میدان وردګو ولایت د والي، شیراحمد د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي دي.
 
بسم الله (عبدالله)  د زابل ولایت د والي، عبدالخالق عابد د زابل ولایت د مرستیال والي، عبدالمنان د سمنګان ولایت د مرستیال والي، نجیب الله رفیع  د نیمروز ولایت د والي، اسحاق اخندزاده صاحب د غزني ولایت د والي، سیدحنیف (عباده اغا) د غزني ولایت د مرستیال والي، عبدالله د کنړ ولایت د مرستیال والي، عبدالحق حقاني د کنړ ولایت  د امنیه قومندان، حاجي صاحب راشد د دایکندي ولایت د مرستیال والي، سلیمان اغا صاحب د شینډنډ د ۵ ولسوالیو د مسئول په توګه ټاکل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي