د روغتیا نړیوالې اداره وايي، د نږدې پنځه زره افغان ماشومانو د درملنې لپاره یې روغتیايي توکي افغانستان ته لېږلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه پیغام کې ویلي، په دې محموله کې تر ډېره صحي تجهیزات شامل دي.
سرچینه زیاتوي، د اګسټ له دېرشمې تر دې دمه یې شاوخوا شپېته متریک ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته رالېږلي دي چې د شاوخوا یو نیم میلیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دي.
د یادونې ده، چې د روغتیا نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره به په بېلو برخو کې خپلو روغتیايي مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل