۰

ازبکستان: له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مو لومړیتوب دی

پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، په سوله ییزه توګه د افغانستان د موجوده ستونزو حل او له دغه هېواد سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پراختیا یې د بهرني سیاست مهم لومړیتوب دی.
ازبکستان: له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مو لومړیتوب دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، په سوله ییزه توګه د افغانستان د موجوده ستونزو حل او له دغه هېواد سره د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پراختیا یې د بهرني سیاست مهم لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاملوف بروکسل کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې دوی له افغانستان سره د اړیکو اوږده مخینه لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې رامنځته شوې وروستۍ ستونزې له افغانانو سره په ګډه حل کړي.

دی وايي، ازبکستان له افغانستان سره د متقابل درناوي، د حقونو د برابري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته ټینګې دوستانه اړیکې غواړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان ملي شتمني ازاده او د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

کاملوف څرګنده کړې ده چې افغانانو په کلونو کلونو جګړې تجربه کړې دي او نور باید دا ستړي وګړي د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له امله سختې ونه ګالي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي