۰

اسلامي امارت: نړۍ دې د فشارونو پر ځای خبرې راسره وکړي

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۹
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، نړیوال د دې پر ځای چې پر افغانستان فشار راوړي باید د خبرو لپاره ورته رامخکې شي.
اسلامي امارت: نړۍ دې د فشارونو پر ځای خبرې راسره وکړي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، نړیوال د دې پر ځای چې پر افغانستان فشار راوړي باید د خبرو لپاره ورته رامخکې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره لیدنه کې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

په ورته وخت کې د ازبیکستان استازي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د اسلامي امارت د مثبتو اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي