۰

اسلامي امارت له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشي کولو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۴
دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي له امریکايي استازو سره کتنه کې له امریکا غوښتي، چې له قید او شرط پرته د افغانستان کنګل کړې پانګه خوشې کړي.
اسلامي امارت له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشي کولو غوښتنه وکړه
دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي له امریکايي استازو سره کتنه کې له امریکا غوښتي، چې له قید او شرط پرته د افغانستان کنګل کړې پانګه خوشې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره پلاوي پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

په دغه دوه ورځنیو مذاکراتو کې په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي، امنيتي او مرستو رسولو په هکله او همدارنګ بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو بحثونه وکړل.
 
د افغانستان پلاوي د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوي پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصي شي، تورلستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بیل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دواړو هیئتونو کي د موضوعاتو په اړه د ښه برمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلاغونډي درلودې.
 
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې ناستې په ټوله کې مثبت و او طرفيونو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي