د ازبکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره دغه ښار ته رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف ویلي، د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان دوه زره دوه ویشتم کال په لومړیو کې خپل کار بشپړ کړي.
د یادونې ده، ازبکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره هم دا منلې ده چې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په تېرې یوې اوونۍ کې نژدې سل ټنه بشری مرستې په ترمز کې یوه لوژستیکي مرکز ته انتقال کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل