۰

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

یکشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۸
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي، د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د راتګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي، د سالنګ لویه لار د سختو ورښتونو له امله د راتګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې جمعې له ورځې راهیسې په سالنګونو کې سختې واورې شوې، چې له امله یې د بار وړونکو موټرو پر مخ لار تړل شوې ده.

د سالنګ د ساتنې او مراقبت مسوولین وایي هڅه کېږي چې د احتمالي خطرونو مخنیوی وشي، له همدې امله یې موټر چلوونکو ته جدي سپارښتنې کړې دي.

اټکلونه ښيي چې ښايي دا ورښتونه څو ورځې نور هم دوام وکړي.

مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته سپارښتنه شوې چې د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط کار واخلي او ټول ژمني توکي دې له ځان سره ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي