۰

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راځي

شنبی ۱۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
د پاکستان پارلمان اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته ځي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راځي
د پاکستان پارلمان اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخه د افغانستان له نوي حکومت سره مذاکرات کول ښودل شوي دي.

ویل کېږي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ځینو مهمو مسایلو پر سر د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د موید یوسف په مشرۍ دغه پلاوی به په کابل کې له افغان لوري سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.

د دې پلاوي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې دغه سفر به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

پاکستاني رسنۍ بیا وایي، سفر د جنورۍ په ۱۷مه او اتلسمه ترسره کېږي او ښايي، د بحث مهمه موضوع ښايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول وي، هغه څه چې د افغانستان نوی حکومت یې مخالفت کوي.

افغان حکومت په دې باور دی چې دغه سیم پر افغان خاوره تېر شوی دی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي