د قزاقستان ولسمشر قاسم توقایف ادعا کړې، چې د هېواد په وروستیو ناارامیو کې یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې توقایف دغه څرګندونې پرون دوشنبې د زمري ۲۹ مه د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي.
قاسم توقایف ادعا کړې، چې په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود او په خبره یې له همدې امله یې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات پيل کړي دي.
د توقایف د تازه ادعا په اړه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د ناندریو د ختمېدو غوښتونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل