۰

کابل کې یو ډاکتر انسان تښتوونکو تښتولی دی

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
راپورونه وايي، د کابل د جمهوریت تخصصي روغتون ډاکتر نجیب الله سکندر د انسان تښوونکو له خوا تښتول شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.
کابل کې یو ډاکتر انسان تښتوونکو تښتولی دی
راپورونه وايي، د کابل د جمهوریت تخصصي روغتون ډاکتر نجیب الله سکندر د انسان تښوونکو له خوا تښتول شوی او برخلیک یې نه دی معلوم.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر سکندرې وړمه شپه د کابل ښار څخه تښتول شوی او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

د ډاکټر سکندر د کورنۍ غړو، خپلوانو او د افغانستان طبي شورا دا خبر تایید کړی او ویلي، چې د هغه د برخليک په اړه څه معلومات نه لري.

د افغانستان طبي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ډاکتر نجیب الله سکندر یو زړه سواندۍ وطن دوسته او خدمتګار ډاکتر و، چې د جمهوریت روغتون د عصبي جراحۍ برخه کې یې کار کولو.

یاد شوې د ډاکتر سکندرې تښتول کېدل په کلکه غندي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتي، چې ژر تر ژره لاس په کار شي او دغه متخصص ډاکتر د انسان تښتونکو له منګولو وژغوري.

دغه راز دوی له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه هم کړې، چې د ښاغلي سکندرې تښتونکي ونیسي او قانون منګولو ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي