۰

کندهار او اروزګان کې دوه خبریالان نیول شوي دي

یکشنبه ۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۷
راپورونه وايي، په کندهار او اروزګان کې د دوه سیمه ییزه رسنیو مسوولین د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
کندهار او اروزګان کې دوه خبریالان نیول شوي دي
راپورونه وايي، په کندهار او اروزګان کې د دوه سیمه ییزه رسنیو مسوولین د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار سیمه ییزه رسنیو راپور ورکړیو چې د زما په نوم خصوصي رادیو مسوول میرویس اتل پرون شنبې د وري ۶ مه د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

ویل کېږي، اتل د طالبانو پر دغه اقدام چې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې نیوکه کړې او له همدې امله نیول شوی دی.
 
له بلې خوا ویل کېږي اروزګان کې د پیستون په نوم خصوصي تلوېزیون رییس فریدالله مطیع هم د طالبانو پورې اړوند کسانو له خوا نیول شوی دی.

ویل کېږي، فریدالله مطیع د اروزګان د پخواني وژل شوي امنیه قوماندان مطیع الله خان زوی او طالبانو ترې غوښتي، چې د مخکني حکومت پاتې وسلې او مهمات دوی ته وسپاري.

خو د اروزګان د والي دفتر د فریدالله مطیع له نیول کېدو بې خبري ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي