۰

اسلامي امارت: داسې پوځ جوړو چې سیمه کې یې سارۍ نه وي

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۲
د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرمفتش او د صفونو د چاڼ کمېسیون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، اسلامي امارت به داسې پوځ جوړ کړي، چې سیمه کې به یې ساری نه وي.
اسلامي امارت: داسې پوځ جوړو چې سیمه کې یې سارۍ نه وي
د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرمفتش او د صفونو د چاڼ کمېسیون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، اسلامي امارت به داسې پوځ جوړ کړي، چې سیمه کې به یې ساری نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حیکمي په یوه مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت ځواکونو ته د مسلکي زده کړو ورکولو لړۍ په چتګۍ سره روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، ملي پولیس، ملي اردو او د استخباراتو ریاست زیات شمېر ځواکونو ته تر دې مهاله مسلکي زده کړې ورکړل شوې او لا هم دوام لري.

دی وايي، د اسلامي امارات د ځواکونو له خلکو سره د چلند په برخې کې اوس ډير مثبت ګامونه پورته شوي او ورځې تر بلې په دې برخه کې بدلون رامنځته کیږي.

د هغه په وینا د ځواکونو د یونیفورم موضوع هم نهایي شوې او ډېر ژر به په ټول هېواد کې سرتېرو ته ځانګړی یونیفورم ورکړل شي.

مفتي لطيف الله حکیمي وايي، په نږدې راتلونکي کې به هیواد یو داسي ځواک ولري، چې په سیمه کې به یې ساری نه وي او دا پوځ به په نږدې راتلونکې بشپړشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي