د افغانستان د اسلامي امارت د استنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي موادو له واردولو ډډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه سوداګر چې د تیلو او ګازو واردات کوي له دې وروسته دې د بې کیفیته موادو له واردولو ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، چې که چا له دغه امر څخه سرغړونه وکړه نو و به نیول شي او سخت سزا به ورکړل شي.
سرچینه وایي، د بې کیفیته نفتي موادو استعمال د چاپیریال ترڅنګ د انسانانو روغتیا ته هم زیان رسوي او د دغې چارې د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار پیل کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل