۰

امریکا: افغانستان کې خپل سرو نیونو ته باید د پای ټکی کېښودل شي

شنبی ۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۲
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان باید خپل سرو نیونو ته د پای ټکی کېږدي.
امریکا: افغانستان کې خپل سرو نیونو ته باید د پای ټکی کېښودل شي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان باید خپل سرو نیونو ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د خلکو تر منځ باید یو پراخه مشورتي پروسه دوام ولري او خپل سرو نیولو ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

دغه راز نوموړي ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه وشي او همدارنګه نجونو او ښځو ته په ټولو پوړونو کې د زده کړې او کار زمینه برابره وي.

وېسټ دا هم ویلي، چې د اوسلو په غونډه کې د دې تر څنګ راتلونکي پسرلي کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستل، د داعش ډلې کنټرول، اقتصادي او اسعاري ستونزو ته رسېدلي، بشري مرستې او نور اساسي اړتیاې هغه موضوعاتو و چې پر خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوسلو په غونډه کې د دوی خبرې او اندېښنې ټولې سمې وې او د اسلامي امارت له پلاوي سره یې شریکې کړې دي.

د هغه په وینا کره خبره چې د اسلو په غونډه کې واضح شوه دا وه چې نړیواله ټوله باید په افغانستان کې دخیله پاتې شي او ټینګار پرې دې وشو، چې افغانستان کې اقتصادي او نورې ستونزې حل د نړیوالې ټولنې یوه چټک او پیاوړي ګام ته اړتیا لري.

د امریکا ځانګړي استازي لیکلي، چې دوی د دغه پروسې د تشویق لپاره کار کوي او تمه لري، چې دغه ډول خبرې نورې هم دوام ولري.

وېسټ ویلي، چې امریکا او متحدین به یې د افغانستان د خلکو څخه د ملاتړ دیپلوماسۍ ته داوم ورکړي تر څو دا ډاډ تر لاسه کړي، چې دغه هېواد بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي