۰

د کابو ۴۰ وزارتونو او دولتي ادارو د دوه میاشتو معاشونه حواله شول

یکشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړي، چې د نېږدې ۴۰ وزارتونو او دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د دوه میاشتو معاشونه لېږلي دي.
د کابو ۴۰ وزارتونو او دولتي ادارو د دوه میاشتو معاشونه حواله شول
د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړي، چې د نېږدې ۴۰ وزارتونو او دولتي ادارو کارکوونکو ته یې د دوه میاشتو معاشونه لېږلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مالیې وزارت د همدې وزارتونو او ادارو لېست خپرو کړی او ویلي یې دي، چې کارکوونکو ته یې د لړم او لیندۍ د میاشتو معاشونه حواله شوي دي.

د مالیې وزارت زیاته کړې، دا هغه بنسټونه دي چې د همدې سلواغې تر نهمې نیټې یې د حوالو لېست د خزینې ریاست ته رسیدلی دی.

په دغه لېست کې د پوهنې، لوړه زده کړو، کډوالو، معلولانو، ټرانسپورټ، کرنې، بهرنیو چارو او ګڼو نورو وزارتونو نومونه راغلي، خو د عامې روغتیا وزارت چې ډېر کار کوونکي لري، نوم په کې نشته.

سرچینه وايي، د ټولو دولتي ادارو کار کوونکو ته یې د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي