ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پوهنتونو د پرانیستل کېدو له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیالې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دوی د پوهنتونو د پرانیستل کېدو له پرېکړې هرکلی کوي او تمه لري چې ټول محصلین وکړی شي خپلو زده کړو ته حاضر شي.
نوموړې زیاته کړې، ملګري ملتونه د دې ملاتړي دي چې نجونې او هلکان خپلو زده کړو ته لاړ شي او په ډاډمنه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
د یادونې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي، سر له نن چهارشنبې به د هېواد په ګرمسیرو او د کب په میاشت کې بیا د هېواد په سړو سیمو کې د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل