۰
سور صلیب:

د افغانستان د اقتصادي سیستم د سقوط د مخنیوي هڅه کوو

شنبی ۱۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۸
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولین وايي، دوی د افغانستان د اقتصادي سیستم د سقوط د مخنیوي لپاره څه کوي.
د افغانستان د اقتصادي سیستم د سقوط د مخنیوي هڅه کوو
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولین وايي، دوی د افغانستان د اقتصادي سیستم د سقوط د مخنیوي لپاره څه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېټې د افغانستان د برخې مشر ایلوی فیلیون ویلي، هڅه کوي چې د روغتیا د برخې کار کوونکي د افغانستان خلکو ته د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې بشري هڅې د عامه خدماتو د سکتور د سقوط تشه نه شي ډکولی، نو ځکه په افغانستان کې باید تر دې زیات کار وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په تاره راپور کې ویلي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی او د ژغورلو لپاره یې باید ژر تر ژر هلته نغدې پیسې ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي