۰
واشنګټن پوسټ:

افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی

چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۲
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی.
افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، پاکستان تمه درلوده، چې نوی افغان حکومت به ډېورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژندي او همدا راز به د پاکستاني طالبانو مشران پاکستاني حکومت ته وسپاري، خو نوي حکومت دا یو کار هم نه دی کړی.

د لیکوال په وینا د نوي حکومت همدا خپلواک چلند او د پاکستان پر وړاندې د واضح دریځ لرل پاکستانی حکومت سخت ناهیلی کړی دی.

سرچینه زیاتوي، داسې ښکاري چې د کرښې د رسمیت پېژندلو په تړاو د پاکستان آرمان له خاورو سره خاورې شو او په افغانستان کې یې د نفوذ خوبونه هم په سیند لاهو کېږي.

دغه ورځپاڼې داسې مهال یاد مطلب خپور کړی چې پاکستان په وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه له افغان حکومت سره د خبرو کوښښ هم وکړ.

خو افغان لوری وایي دا د ولسونه پرېکړې ته اړتیا لري او حکومت په دې اړه د ولسونو له غوښتنې ملاتړ کوي.

که څه هم پاکستان دا اداعا هم کوي، چې د افغانستان له خاورې پاکستاني طالبان استفاده کوي او پاکستان کې بریدونه کوي، خو نوي افغان حکومت دغه ادعاوې په لکه رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی په خپله خاوره کې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو هېوادونو پر ضد کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي