۰

داخلي کډوال بېرته خپلو سیمو ته لېږدول کېږي

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني وايي، په پام کې ده چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ولېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني وايي، په پام کې ده چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ولېږي.

د جهور آژانس د خبر له مخې حقاني د بشري مرستو پر و ېشلو نيوکه کړې او ویلي یې دي چې وروسته له دې هېڅ یوه موسسه د اسلامي امارت له همغږۍ پرته پر خلکو مرستې ونه وېشي.

نوموړي زياته کړه، چې ټاکل شوې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته په راتلونکي کال کې د کور جوړولو نومرې هم و وېشل شي.

ښاغلي حقاتي د خپلو يادو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله میلیونونه کسان په هېواد کې د ننه بې ځايه شوي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي