ټاکل شوې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې د افغانستان سره د بشري مرستو د راټولولو په خاطر یوه غونډه جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس کړې وايي، دا غونډه به راتلونکې میلادي میاشت کې جوړه شي.
نوموړې ویلي، لندن به له افغانستان سره د ۴،۴ ميليارده ډالره بشري مرستو د ټولولو د یوه مهم کنفرانس کوربه وي.
د نوموړې په وينا، د دې مرستې د ټولولو لپاره به له مختلفو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه مرسته وغوښتل شي.
د یادونې ده، چې د دغه مرستې د ټولولو غږ څه موده مخکې د ملګرو ملتونو له لوري شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل