د بښنې نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه هېواد کې د مېرمنو ډېرې لاس ته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې پرون یکشنبې د کب اوله په خپله ټوېټر پاڼه د افغان مېرمنو د لاس ته راوړنو په اړه یوه ویډیو خپره کړې ده.
ویډیو کې ویل شوي، افغان مېرمنو تحصیل کړی، په سياست کې يې برخه اخيستې او ډېرو يې د خپل هېواد د اقتصاد په وده کې هم ونډه اخيستې ده، خو اوس چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي.
بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو په راتګ سره د افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخې دي.
دغه سازمان د افغان مېرمنو په اړه اندېښنه پر داسې مهال ښيي، چې اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې ډېر ژر به د تعلیم دروازې د مېرمنو پر مخ خلاصې کړي او دغه راز به یې نورو حقونو خوندیتوب ته هم جدي کار وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل