۰

امریکا: هڅه کوو افغانستان کې اقتصاد فعالیتونه بېرته عادي شي

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي او اقتصادي فعالیتونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.
امریکا: هڅه کوو افغانستان کې اقتصاد فعالیتونه بېرته عادي شي
امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي او اقتصادي فعالیتونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه د دې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه غونډه لرله او په هغه کې پرېکړه شوې چې افغانستان کې به اقتصادي فعالیتونه له هر ډول محدودیتونو خوندي وي.

دغه چارواکي همدا راز د بهرنیو چارو او ماليې وزارت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي، چې دا اقدام به په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ډېر کړي، سوداګري به نورمال وضعیت ته راوګرځي او د اقتصادي سقوط وېره به ختمه شي.

د امریکا د خزانې وزارت وړمه ورځ د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی.

د دې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي، په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.
 
د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
 
یاد بانک ویلي چې د امریکا دا اقدام به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز به ورسره له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د خصوصي بانکونو راکړه ورکړه هم خپل عادي حالت ته راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي