۰

ایران: که طالبانو ټول شموله حکومت جوړ کړ په رسمیت یې پېژنو

دوشنبه ۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۵
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وایي، که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي په رسمیت یې پېژني.
ایران: که طالبانو ټول شموله حکومت جوړ کړ په رسمیت یې پېژنو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وایي، که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي په رسمیت یې پېژني.

د جمهورآژانس د خبر له مخې عبدالهیان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، په وروستیو کې یوه افغان پلاوي تهران ته سفر درلود او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې لیدنه کې ایراني لوري دا واضح کړې ده چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل اړین دي او په هغه کې باید ټول افغانان له بېلو ډلو او ګوندونو خپل ځانونه وویني.

د نوموړي په وینا که همداسې یو حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کېږي نو دوی افغان لوري سره ژمنه کړې چې په رسمیت به یې پېژني.

دغه ایراني ديپلومات په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت هم ناکام بللی او په خبره یې امریکا له افغانستان د تېښتې پر مهال له ایران هم د مرستې غوښتنه وکړه، خو دوی یې غوښتنه نه ده منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي